الجزیرې راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې دیرالبلح ښار کې د الاقصی روغتون لوېدیځ لوري ته پر یوې ودانۍ د اسراییلي رژیم د هوايي برید له امله پراخ زیانونه اوښتي او دغه راز دې سیمه کې شاوخوا د بېځایه شویو فلسطینیانو د استوګنې خیمو ته هم زیان رسېدلی دی.
د راپور له مخې، اسراییلي رژیم د غزې تړانګې په سویل کې هم د خانیونس ښار ختیځې سیمې تر توپچي بریدونو لاندې راوستي دي.
راپور زیاتوي چې د غزې ښار په شمال کې هم د استوګنې پر یوه کور هوايي برید شوی، چې له امله یې څو تنه ټپیان شوي او سیمې ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوربند له پیل راهیسې، د اسراییلي رژیم په بریدونو کې له ۱۲۰۰ څخه ډیر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

