ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اجېنكيا ريهاني له نړيوال کرېکټ څخه تقاعد اعلان کړ

د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي اجېنکیا ریهاني په خپل انسټېګرام د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې له دې وروسته د نړیوال کرېکټ له ټولو فارمټونو څخه خپل تقاعد اعلانوي.

۳۸ کلن ریهاني، چې ۲۰۱۳ کال کې یې نړیوال کرېکټ پیل کړی و، وروستۍ لوبه یې په ۲۰۲۳ کال کې د ویسټنډیز پر وړاندې ترسره کړه.

دغه ټاپ ارډر توپوهونکي په خپله ټوله لوبیزه دوره کې ۸۵ ټېسټ، ۹۰ یو ورځنۍ او ۲۰ شل اوریزې سیالۍ کړي، چې په ټېسټ کې یې ۵۰۷۷، په یو ورځنیو کې ۲۹۶۲ او په شل اوریزو سیالیو کې یې ۳۷۵ منډې جوړې کړې دي.