روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کییف د بالستیک توغندي برید کړی، چې له امله لږترلږه یو کس وژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې له دې برید سره هممهاله، پولنډ د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره خپلې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړې دي.
په راپور کې راغلي، نن سهار (پنجشنبه، د زمري ۸مه) په کییف کې څو زورورې چاودنې شوې، چې له امله یې یو شمېر تاسیساتو اور اخیستی دی.

