ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د معیار او کیفیت اداره: اقتصادي کمېسیون ۳۷ داخلي معیارونه او ۱۲ د ازمایښت تګلارې تایید کړي

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې، چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوه، له هراړخیزې ارزونې وروسته ۳۷ داخلي معیارونه او ۱۲ د ازمایښت تګلارې تایید شوې.

د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د یادې ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین او ترویج رییس مولوي محمد حنیف کڅوي او د ادارې یو شمېر مسولینو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال هغه معیارونه او د ازمایښت تګلارې، چې مخکې د معیار او کیفیت ادارې له لوري تدوین او وروستۍ شوې وې، د تایید لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې او له ارزونې وروسته تصویب شوې.

د یادو معیارونو او تګلارو ساحه د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ودانیزو موادو، مخابراتي او برېښنایي تجهیزاتو، کیمیاوي او پلاستیکي توکو، طبي تجهیزاتو او یو شمېر نورو برخو پورې اړه لري. د ادارې په وینا، دغه معیارونه د هېواد د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره چمتو شوي دي.

د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د خلکو د روغتیا او خوندیتوب، د سالمې سوداګرۍ د ودې او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په موخه به د داخلي معیارونو د تدوین، بیاکتنې او پراختیا بهیر په دوامداره او منظم ډول پر مخ وړي.