د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر، ساډین اییلډیز، سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، سوداګرو او ناروغانو ته د ویزې اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې مولوي عطاءالله عمري د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی، ترڅو د افغانستان کرنیز محصولات ترکیې ته او له هغه ځایه د نورو نړیوالو بازارونو ته صادر شي.
نوموړي همداراز د سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې ورکولو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې، د ترکیې شارژدافیر ساډین اییلډیز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ترکیه د معتبرو او جدي سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا) په ګډون اړوندو بنسټونو د افغان بزګرانو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، ترکیې تر دې دمه د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د کرنیزو تخمونو د برابرولو او په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخو کې له یاد وزارت سره همکاري کړې ده.

