ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف وزارت: په یوه اوونۍ کې د مېرمنو د حقونو ۱۱۵ قضیې حل او ۱۳ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د مېرمنو د شرعي حقونو اړوند ۱۱۵ قضیو ته رسېدنه کړې، ۱۳ دښمنۍ او ۴۸ کورنۍ شخړې یې په دوستۍ او پخلاینې بدلې کړې دي.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، مولوي سیف‌الاسلام خیبر ویلي، چې په همدې موده کې ۸ تنه د کوډګرۍ په تور نیول شوي او د محتسبینو له لوري له هټیوالو او سوداګرو سره د احتکار د مخنیوي، د بازار د اصلاح او د سوداګریزو چارو د سمون په موخه ۲۱۸ اصلاحي ناستې ترسره شوې دي.

د نوموړي په وینا، د وزارت محتسبین د ټولنې د اصلاح، د خلکو د ستونزو د حل، د کورنیو شخړو د هواري او د مېرمنو د شرعي حقونو د تامین لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

بلخوا، یو شمېر دیني عالمان د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هڅې د ټولنې اصلاح، د خلکو د شکایتونو اورېدو او د شرعي حقونو د خوندي کولو په برخه کې اغېزمنې بولي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یاد وزارت د منکراتو د مخنیوي، د معروفو د ترویج، د ټولنیزو ستونزو د حل او د خلکو د شکایتونو د اورېدو په برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.