د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر سره په لیدنه کې د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي د راتلونکي سفر پر چمتووالي خبرې کړي.
ټاکل شوې ده چې له یاد پلاوي سره تر ۳۰۰ ډېر سوداګر او پانګهوال هم افغانستان ته راشي دواړو لوریو په کابل کې د سوداګرو ترمنځ د مخامخ (B2B) غونډې پر اهمیت ټینګار کړی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، پانګونه، ترانزیټي همکاري او نوي سوداګریز تړونونه لا پیاوړي شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د یادې خونې پلاوي په مشرۍ او څه باندې ۱۰۰ تنو افغان سوداګرو سره ازبکستان ته روان شوی دی. د دې درې ورځني سفر په ترڅ کې به د سیر دریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګرو ترمنځ (B2B) غونډې او د تولیدي فابریکو لیدنې ترسره شي.

