ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر نفت لېږدونکې بېړۍ برید غندلی

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په یوه اعلامیه کې د سره سمندرګي په باب‌المندب تنګي کې د سعودي پر نفت‌لېږدوونکې بېړۍ د حوثیانو وروستی برید غندلی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت د نړیوالو سمندري لارو د امنیت د ټینګښت، د بېړیو د تګ‌راتګ د ازادۍ د تضمین او د نړیوالې سوداګرۍ د خوندي او عادي بهیر پر دوام خپل ټینګ دریځ بیا تائیدوي، څو دغه بهیر له هر ډول ګواښ او ګډوډۍ خوندي پاتې شي.

د بهرنیو چارو وزارت همداراز له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي، د کړکېچ له پراخېدو ډډه وکړي او خپل اختلافونه د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو حل کړي، ترڅو په سیمه کې امنیت او ثبات نور هم پیاوړی شي.