په کندهار ولایت کې د کندهار والي، ملا محمد شیرین آخند، په مشرۍ د سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو د والیانو د همغږۍ غونډه د زابل، ارزګان او دایکنډي د والیانو، د قولاردو قوماندانانو، امنیتي مسوولانو او د اړوندو ادارو د رییسانو په ګډون ترسره شوه.
د کندهار ولایت د مقام د رسنیو دفتر وایي، په دې غونډه کې د امنیت د پیاوړتیا، د احکامو د پلي کېدو، د ځمکو د غصب د مخنیوي، له نشهیي توکو سره د مبارزې، د بیو د کنټرول، د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا، د ښوونیزو خدمتونو د ښه والي، د خلکو د اړتیاوو د رسېدنې او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

