د اداري کمېسيون غونډه تېره ورځ رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د احصائيې او معلوماتو عمومي ادارې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

