د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د تېرې اونۍ په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۶۰ بهرنيو وګړو راتلل او ۲۴۹ کسانو وتل ثبت کړي دي.
یاد رياست تېره اونۍ په کابل ښار کې شاوخوا دوه زره او ۲۵۹ تنو هېوادوالو ته د نويو او مثنی تذکرو د وېش او د کاغذي تذکرو د تاييد او لغوه کولو خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه یې یو زرو او ۱۸ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې اصلاحات او ۴۲۵ کسانو ته په غير حضوري توګه د تذکرې خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دې ادارې له خدمتي څانګو څخه د تېرې اونۍ په اوږدو کې یو زرو او ۵۷۷ غوښتونکو ته زېږون کارتونه او ۱۰۱ کسانو ته د مړينې پارچې وېشل شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غير حضوري بڼه د کاغذي تذکرو د وېش، د مړينو او زېږېدنو د ثبت، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت پر غاړه لري.

