ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي

د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د (ضرب‌الاجل) په پوره کېدو سره د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې ژر تر ژره لغوه کړي.

یاد سازمان ویلي، چې پاکستان باید پر خپلو نړیوالو ژمنو، چې د کډوالو نه ایستلو، زرو زیاتي نه کولو او نه ځورولو اصول شامل دي، عمل وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې اوس هم وخت شته چې پاکستان ژر تر ژره اقدام وکړي او د داسې یوه ناورین مخه ونیسي، چې کورنۍ بې‌سرپناه او د ژوند له لومړنیو خدماتو بې برخې کېږي.

د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ یو ځل بیا د پاکستان له حکومت غوښتي، چې له دې هېواد څخه د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي؛ له پاکستان غواړو چې د افغان کډوالو په زور ایستل دې ودروي او خپل هېواد ته د دواطلبانه تګ لپاره دې زمینه ورته برابره کړي.

نوموړي له پاکستان څخه په ډلییز ډول د افغان کډوال ایستل د ټولو بشري حقونو خلاف ګڼلي او ویلي یې دي، چې د یادو کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي.

دغه‌راز ښاغلي بنټ له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د ایستلو پروسې د درولو غوښتنه کړې ده.