ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون رهبرۍ او کرېکټ‌بورډ په ګډې همکارۍ تېره ورځ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې د زونونو ترمنځ لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې کوربه سپین‌غر، مس‌عینک، امو، بند امیر او بست ۵ زونونو ونډه اخیستې، چې د روانې لړم/عقرب تر ۲۹مې به دوام وکړي.
لېسټ‌اې سیالۍ د افغانستان د کورني کرېکټ تر ټولو مهمې لوبې دي، چې د افغانستان د کورني کرېټ ځوان لوبغاړي، ۱۹ کلن ځوانان او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پکې لوبیږي.


دغه لوبې لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې د خوست ولایت په کوبتوب د ۸ لوبډلو ترمنځ و شوې، چې سپین‌غر لوبډلې یې اتلولي خپله کړه. پینځم پړاو په ۲۰۲۱ م کال کې د ننګرهار په کوربتوب ترسره شوې.

وروسته له دوو کالونو شپږم پړاو د ۵ لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په کوربتوب ترسره کیږي.

شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ‌اې سیالیو د خپراوي حقوق ملي‌سپورټ ترلاسه کړي، چې خورا په ښه کیفیت سره یې نشروي.
تر دې دمه د دې سیالیو زیاته اتلولي مس‌عینک لوبډلې ګټلې. مس‌عینک ۳ ځلي د غازي امان الله خان لېسټ‌اې سیالیو جام خپل کور ته وړی.