ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ناروې لومړی وزیر: غزه کې د اسرائیلو جګړه له نړیوالو قوانینو وړاندې شوې

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار استوره وايي، چې د حماس برید ته د اسرائیلو غبرګون مناسب نه و او له نړیوالو قوانینو وړاندې شوی دی.

نوموړي پرون یکشنبه د ناروې تلویزیون ته ویلي، چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د بریدونو ځواب باید متناسب وي.

ښاغلي یوناس د ملکي وګړو د بشرپاله حقوقو پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ باوري یم چې اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې له نړیوالو قوانینو وړاندې تللي او بېړنیو مرستو ته یې لاره سخته کړې ده.

ناروې له هغه کمو اروپايي هېوادونو څخه دی، چې پر غزه د اسرائیلو پر ناوړه برید او د ملکیانو په وژلو یې نیوکه کړې ده.

له دې وړاندې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر انیکن هویتفلد د اسرائیلو له لوري د غزې کلابندي نه منونکې ګڼلې وه او غندلې یې وه.