ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلوڅو سراسري شورا غړي له شیرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې؛ هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال الحاج شير محمد عباس ستانکزي د بلوچو سراسري شورا له غړو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغان بلوچو سرتاسري شورا ریيس ښاغلي سردار غلام نبي بلوچ او د شورا نورو غړو خبرې وکړې.

دوی د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې د خپلواکه او مرکزي نظام د شتون ترڅنګ د قدرت د جزيرو له منځه تلل، د سراسري امنيت تامين او له ملي يوالي څخه خوښي ښودلې.

دغه‌راز ژمنه يې کړې، چې هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د پرديو په لمسون ياد فرصتونه او د افغانانو اتحاد وننګوي.

د دې تر څنګ یې په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي.

ښاغلي ستانکزي د ددوی په راتګ خوښي څرګندې کړې او افغانستان يې د ټولو افغانانو ګډ کور بللی دی.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د دښمنانو شوم پلانونه، چې د افغانانو د پاشلو په موخه يې په کار اچولي وو، ټول شنډ او بې پايلې شول او افغانو د خپل اتحاد پر مټ افغانستان کې شل کلن اشغال ته د پای ټکی کېښود.

د ښاغلي ستانکزي په وینا؛ نور بايد د جنګ پاڼه واوړي او پرځای يې خپل ګډ کور افغانستان ته په ګډه کار وشي، تر څو ژر تر ژره يو قوي نظامي، اقتصادي او له بېکاري پاک افغانستان ولرو.