کابل ښار کې د افغان ملي ماڼۍ د جوړېدو چارې د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د مسولینو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوې.
یاده غونډه کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل ویلي، چې اسلامي امارت تل هڅه کوي، تر څو خپلو هېواد والو ته په هره برخه کې کار او خدمت وکړي.
ښه بېلګه یې د افغان ملي ماڼۍ د سترې پروژې چارو پیلول دي.
نوموړي ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکړی، چې د تېر په څېر به ملي پراختیا شرکت د کار کیفیت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د افغان ملي بانک رییس ډاکتر شاکر جلالي ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې نن د دې سترې پروژې چارې پیلوو.
نوموړي زیاته کړې؛ هڅه مو دا ده، چې له ملي پراختیا شرکت سره په ښه همغږۍ د افغان ملي ماڼۍ چارې پر مخ یوسو.
د ملي پراختیا شرکت د کور جوړولو ودانیز ریاست رییس استاد محمد میرویس ارغندیوال ویلي، چې افغان ملي ماڼۍ ۱۳ پوړونه لري، لومړي ۳ پوړونه یې سوداګریز او وروستي ۱۰ پوړونه یې د استوګنې لپاره په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې د پاتې چارو لپاره شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ ملي پراختیا شرکت ته ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې افغان ملي ماڼۍ د افغان ملي بانک ملکیت ده او په کابل ښار کې موقعیت لري.
د جوړېدو چارې یې له څه مودې راهیسې ولاړې وې، چې د اسلامي امارت له لوري بېرته پیل او د تطبیق چارې یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.

