د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري له بهرنیو هېوادونو څخه په اجباري توګه د را ایستونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون غونډه وکړه.
په دې ناسته کې د بیلا بیلو کمیټو د فعالیتونو ساحه تعیین او هره کمیټه موظفه شوه، تر څو خپلې اړوندې چارې په عاجله توګه تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي.
دغه راز په غونډه کې له را ستنیدونکو کډوالو سره د اسلامی امارت د امکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه اړین تصمیمونه ونیول شول.

