ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له خپلو سفیرانو او ډیپلوماټانو د لیبیا د پارلمان غوښتنه؛ ژر تر ژره د اسرائیلو له ملاتړو هېوادونو ووځئ

د لیبیا پارلمان له خپلو ټولو سفیرانو او ډیپلوماټانو غوښتي، تر څو له هغو هېوادونو ووځي، چې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو ملاتړ کوي.

د یاد هېواد د پارلمان په رسمي وېب‌پاڼه نشر شوې اعلامیه کې راغلي، چې لیبیا د اسرائیلو ملاتړو هېوادونو ته د نفت او ګاز صادرات هم بندوي.

په دې راپور کې په مستقیم ډول د امریکا، برېتانیا، فرانسې او اېټالیا نومونه یاد شوي دي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي؛ له خپلو ټولو سفیرانو او ډیپلوماټانو غواړو، تر څو له هغو هېوادونو ژر تر ژره ووځي، چې د غزې پر خلکو د اسرائیلو د جګړې ملاتړ کوي.

دغه‌راز یاد هېواد خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل په غزه کې جګړه ونه دروي، د نفت او ګازو صادرات به پرې بند کړي.

له دې وړاندې ایراني چارواکو هم اسرائیلو ته د انرژي د صادراتو درولو خبره مطرح کړې وه.

دا غبرګونونه داسې مهال څرګندېږي، چې پر غزه د اسرائیلو هوايي بریدونه لا هم دوام لري او د دې بریدونو دوام د اسلامي هېوادونو غوصه پارولې ده.