ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس استراخان فورم کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت استازي حاجي محمد ابراهیم حکمت، د بهرنیو چارو وزارت استازي ضیاالدین امین او د اوسپنې پټلۍ ادارې د بهرنیو اړیکو امر عبدالمالک روحاني په ګډون افغان پلاوي استراخان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

دې فورم کې ښاغلي شرافت خپله وینا د افغانستان او روسیې ترمنځ دوستانه اړیکو په پراختیا پیل کړه او د افغانستان اوسپنې پټلۍ او د پانګونې برخو او فرصتونو اړوند یې اړین معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

ښاغلي شرافت ویلي، چې افغانستان د سارک (SAARC) او ایکو (ECO) سازمانونو د یوه غړي په توګه خپل ارزښت لرونکي جغرافیوي موقعیت ته په کتو غواړي د شمال-جنوب ترمنځ د اتصالي کورېدور رول ولوبوي.

دغه‌راز یاد نړیوال فورم کې چې د بېلابیلو هېوادونو استازي، مالي او پولي بنسټونه، سوداګر او پانګوال حضور لري، ښاغلي شرافت ګډونوالو ته دعوت ورکړ، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي.

دوی ته یې د پانګونې په برخه کې د هر راز همکارۍ او سهولتونو د چمتو کولو ډاډ څرګند کړ.

د استراخان نړیوال فورم. چې موخه یې د شمال او جنوب هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو چټکتیا او په دې برخه کې د لا سهولتونو رامنځ ته کول دي، د روسیې په کوربتوب دایر شوی او تر دا مهاله دوام لري.

همدارنګه په نظر کې ده افغان پلاوی د بېلابېلو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.