ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل؛ له اوو کلنو وروسته د باتواران دود ملي لوبډلې د غوراوي دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم کې وروسته له اوو کلونو د باتوران دود ملي فدراسیون ملي لوبډلې د غواراوي دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ به د نهو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په چللوب او ژبلوب سبکونو کې پیل ترسره شي.

د دې سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د مقام د دفتر رییس مولوي فضل الرحمن اسد بري، د مشورتي بورډ غړو، د ځینو ورزشي فدراسیونونو استازو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

مولوي احمدالله وثیق ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې له شاوخوا ۷کلونو وروسته د باتوران دود ملي لوبډلې د غوراوي دویم پړاو سیالۍ کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ورزش ملاتړ ته ژمن دی او ټول تمرکز يې د ورزش په راپورته کولو دی.

دغه‌راز هغه فدراسیونونه چې د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ يې له کلونو راهیسې نه وې شوې د ورزش ادرې په بیا بیا هڅو ترسره شوې.

ښاغلي وثیق ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ موږ د ټولو هغو ورزشونو ملاتړ او تقويې ته ژمن يو چې په تېر کې له پامه غورځېدلي و.

د باتوران دود د ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې د کابل، ننګرهار، نیمروز، میدان وردګ، بلخ، کنړ غور او هرات ولایتونو د ځوانانو او لویانو سني کټګوریو کې ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په پایله کې به ۵۰ کسان د باتوران دود ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د باتوران دود ورزشي رشته په ۱۳۸۴ کال کې د همایون علمیار له لوري رامنتځته شوه او په ۱۳۸۶ کال کې فدراسیون شو.