ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره د ملا هدایت‌الله بدري لیدنه؛ پر یو شمېر مالي او بانکي موضوعاتو خبرې شوې

د افغانستان بانک سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي ‌اوغلو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر یو شمېر مالي او بانکي موضوعاتو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري ویلي، چې د افغانستان بانک د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي غوښتي، چې افغانستان کې د تر سره شویو پرمختګونو په اړه پر واقعیتونو ولاړ راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو نړیواله ټولنه افغانستان کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه ریښتیني معلومات تر لاسه کړي.

د افغانستان بانک د ریاست دفتر لوی امر صدیق الله خالد د بانکي سکټور په برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته مفصل معلومات ورکړي.

ښاغلي خالد پر بانکي سکټور نړیوالو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، چې د افغانانو ستونزو ته په پام سره پر دې سکټور لګېدلي محدودیتونه باید لرې کړل شي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان اسعاري زېرمې د خلکو حق یاد کړی او د دې زېرمو کنګل کول یې د افغانستان د خلکو په زیان بللي.

دغه راز هیله یې ښودلې چې په دې برخه کې به نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په ګټه مؤثر ګامونه پورته کړي.

د دې تر څنګ د افغانستان بانک اړوند د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې شوې دي.