د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو تر منځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ د صحرايي توپان په بریا پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې توپان د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، چې د ۹ اورونو په لوبولو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.
پر وړاندې یې عادل لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه یې د ۳۶ منډو په توپیر وبایلله.

