د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پخپل کاري دفتر کې افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره لیدنه کړې.
په پيل کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او مسلمان هيوادونه دي، چې ترمنځ يې ښې اړيکې د دواړو هيوادونو په ګټه دي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال دې ته په اشارې چې دواړه هيوادونه ډېر مشترکات لري ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د ښو اړیکو او مثبت تعامل غوښتونکی دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې پاکستان دې په وروستيو کې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي، ځکه دغه ډول تصميمونه په عامه افکارو کې منفي انعکاس لري.
دغهراز د دواړو ملتونو او هېوادونو تر منځ د فاصلې رامنځته کېدو سبب ګرځي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې تورخم او سپين بولدک کې دې د افغانانو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي او له هغوی سره دې د اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډيتوب پر اساس چلند وشي او همداراز د درملنې لپاره تللي ماشومان، ښځې او بېګناه نيول شوي کسان بايد له زندانونو خلاص شي.
د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني د هرات وروستيو زلزلو له امله په رامنځته شوو تلفاتو خواشيني څرګنده کړې او د خپل تسليت مراتب يې وړاندې کړي.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت پيغام او غوښتنې به په اسلام اباد کې خپلو مسولينو ته ورسوي.
ښاغلي نظاماني زیاته کړې؛ موږ افغانستان کې په هر اړخيز ډول د وضعيت ښه کېدو او دې هيواد کې په اقتصادي، سياسي او سوداګريزو برخو کې د مثبت او ښه تحرک غوښتونکي يو.
د پاکستان سفیر ویلي؛ موږ هڅه کوو ټول هغه مسايل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل کېږي په تفاهم حل کړو.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په ټینګار سره ویلي، چې اسلامي امارت هېڅ ګاونډي هيواد ته بد نیت نه لري او له ټولو هيوادونو سره نيکې، ښې او د متقابل تعامل پر اساس ولاړې اړيکې غواړي.

