ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شير محمد عباس ستانکزی: ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د نړیوالو قوانینو خلاف دی

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافير پال کلومن بکر سره ليدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په پيل کې ښاغلي بکر هرات کې د زلزلې له امله رامنځته شوي ناورین باندې خواشیني او له قربانیانو سره خپله غمرازي څرګنده کړې.

دغه‌راز یې له ګاونډي هېواد څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو په اړه انديښنه ښودلې ده.

ښاغلي ستانکزي د غمرازي مننه او د ناروي هيواد مثبت رول او د مرستو قدرداني کړې.

همداراز يې په ګاونډي هېواد کې له افغان مهاجرينو سره چلند غير انساني او د ټولو توافقاتو او نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې بللی دی.

په پای کې هيواد کې د اوسني افغان حکومت د حاکمیت را په دېخوا په امنيتي او اقتصادي برخو کې د ثبات او لاسته راوړنو يادونو ترڅنګ ټینګار شوی، چې موضوعات بايد له افغان حکومت سره د خبرو اترو او مثبت تعامل له لارې حل شي.