ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ شول

پکتیکا کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست وايي، چې د دې ولایت برمل ولسوالي کې د یونیساز په مالي ملاتړ زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ شول.

د یاد ریاست مسولین وايي، چې برمل ولسوالي کې د یاد ریاست تر چتر لاندې د یونیسار په مالي ملاتړ ۴۸۰۰۰۰۰ امریکایې ډالرو په لګښت زلزله ځپلو ته زر کورونه په اساسي ډول جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.

د مسولنیو په وینا؛ هر کور دوه د استوکنې خونې، دهلیز، یو تشناب او پخلنځی لري.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دې ولایت کې یو شمېر موسساتو او خیریه بنسټونو د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې کورونه جوړ کړي وو.