د افغانستان والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
د سپورت ادارې له لوري د یادې لوبډلې تود هرکلی وشو.
د والیبال ملي لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو او افغان ملت ته د والیبال ملي لوبډلې د درېیم مقام ګټلو مبارکي ورکړې او په ورزشي ډګر کې یې د ورزشکارانو په وروستیو پام وړ بریاوو خوښي ښودلې ده.
ښاغلي وثیق ویلي، چې موږ د چین هېواد په کوربه توب د اسیا په المپیکي سیالیو کې هم خورا ښه وځلېدو، له کمو امکاناتو سره سره مو پینځه مډالونه وګټل او په نړیوالو سیالیو کې زموږ د دومره شمېر ورزشکارانو ګډون هم یوه بریا ده.
نوموړي یو ځل بیا له ورزشکارانو سره د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.
د اسیا د مرکزي زون اتلولۍ سیالۍ د اکتوبر له نهمې تر ۱۵ مې نیټې د سریلانکا پلازمینې کولمبو ښار په کوربتوب د شپږو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې.
د افغانستان ملي لوبډلې ازبکستان، بنګلدیش او عربستان هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقام خپل کړ.

