د رییس الوزرا د اداري مرستیال، د چارو ادارې لوی رییس، افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسول، افغانستان کې د ICRC نړیوالې کمیټې مشر، افغانستان کې د ملي ټولنو یو شمېر مسولینو او قومي مشرانو په ګډون د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه ستره پرانیست غونډه شوې.
د چارو د ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملاتړی پیغام ولوست، چې په کې له هېوادوالو له افغاني سرې میاشتې سره د ځانګړې اونۍ په ترڅ کې د مرستې د ورکړې غوښتنه شوې وه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې ویلي؛ افغاني سره میاشت د هېواد غیر سیاسي او خپلواکه ټولنه ده، چې تر اوسه یې له کوم توپیر پرته تر خپلې وسې زیانمنو، ناروغانو او اړمنو ته خدمات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ زموږ هڅه دا وي چې د خپلو خدماتو لپاره په خپله لګښتونه پیدا کړو او نور په بهرنیانو پورې هیلې ونه تړو.
مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ ځانګړې اونۍ ځکه په افغانستان کې ټوله اونۍ وي ترڅو هېوادوال مو د اړمنو او زیانمنو په لاسنیوي کې له مونږ سره ګډون ولري او خپل ولسونه له ځمکې راپورته کړو.
نوموړي ویلي؛ د ځانګړې اونۍ موخه همدا ده چې هېوادوالو ته دا احساس ورکړو، چې دوی د ولس د لاسنیوي جذبه ولري، له ولسه مې هیله ده، چې د ځانګړې اونۍ په ورځو کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې ورکړه تر همدې یوې اونۍ محدوده نکړي، بلکې باید د کال له پیله تر پایه همدا احساس ولري.
د ښاغلي خالص په وینا؛ که زمونږ له هېوادوالو څلورمه برخه وګړي هم هره میاشت ١٠٠ افغانۍ افغاني سرې میاشتې ته ورکړي، نو د بېوزلو لپاره به ډېره مرسته راټوله شي؛ مونږ پر دې هم کار کوو، چې څنګه د یوې بوجۍ مرستې له اخیستو هېوادوال وژغورو او پر خپلو پښو یې ودروو.
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې اعلان کړی، چې د بېوزلو د لاسنیوي په موخه د یوې میاشتې خپل معاش افغاني سرې میاشتې ته ورکوي او له نورو هم غواړي، چې کم تر کمه د خپل معاش د یوې ورځې تنخوا افغاني سرې میاشتې ته ورکړي.
د اسلامي امارت د ربیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره میاشت د ملاتړ او قدردانۍ وړ بنسټ بللی او د خیریه بنسټونو د تقویې هیله یې ښودلې.
نوموړي ویلي؛ سره میاشت د دولت غیر بودیجوي واحد دی، چې د بډایو وګړو او ملي ټولنو په ملاتړ خدمات ترسره کوي، لازمه ده بډایه هېوادوال افغاني سرې میاشتې ته د ځانګړې اونۍ په ترڅ کې مرستې ورکړي، ځکه افغاني سره میاشت پر همدغو مرستو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو، رواني ناروغانو او معتادینو درملنه او لاسنیوی کوي.
ښاغلي حنفي ویلي؛ افغاني سره میاشت خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کوي، په طبیعي پېښو کې افغاني سره میاشت موافق فعالیتونه لري. زمونږ ملي وجیبه ده، چې افغاني سره میاشت تقویه کړو، ټول باید د سرې میاشتې په ځانګړې اونۍ کې سهم ولرو، که مونږ ټول افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړو، نو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومان په درملنه کې به مو ګډون کړی وي.
غونډه کې په افغانستان کې د ICRC د نړیوالې کمیټې مسول ایلوا فیلیون، افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسول نیسیفوړ مګندي، افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي توفیق ابراهیم او یو شمېر نورو وګړو هم په خپلو خبرو کې له افغاني سرې میاشتې ملاتړ څرګند کړی.

