د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف یې د هېواد بیرغ د قرهباغ غرنۍ سیمې په مرکز ورپاوه.
په یاده سیمه د ښاغلي علیوف حاکمیت یو ځل بیا ټینګ شو.
دا سیمه د ارمني بېلتون غوښتونکو له لوري په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې نیول شوې وه، چې تر اوسه یې دواړو لورو پر مالکیت شخړې درلودې.
اذربایجاني ځواکونو تېره زېږدیزه میاشت په قرهباغ سیمه د بېلتون غوښتونکو واکمني پای ته ورسوله او دا لومړی ځل دی، چې له ۱۹۹۰ وروسته د اذربایجان ولسمشر دې سیمې ته سفر کړی دی.
د یادې سیمې ارمني اوسېدونکي له دې عملیاتو وروسته ارمنستان ته تښتېدلي دي.
اذربایجان او ارمنستان دواړه د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته قرهباغ خپل ملکیت ګڼي او په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کال کې یې په دې سیمه خونړۍ جګړې هم کړې دي.

