د افغانستان اسلامي امارت او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمیسیون څلورمه ناسته د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د دوو ورځو لپاره ترسره شوې.
د قونسلي چارو رییس شعیب بریالي ترڅنګ، چې د هیئت مشري يي په غاړه درلوده، په تهران کې اسلامي امارت د سفارت سرپرست فضل احمد حقاني هم په یاده ناسته کې ګډون درلود.
د ایراني لوري سره يي د افغانانو اختطاف او قاچاق پېښو پر مخنیوي، د افغان مهاجرینو او زده¬کړه¬یالانو ستونزو، د بندیانو لېږد پروسې، او افغان مهاجرینو ته د معیاري قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغان دیپلماټانو شمېر ډېرولو جدي اړتیا، په اړه خبرې کړي.
دواړو لوریو وپتېیله، چې د یادو ستونزو د حل او لازمې همغږي لپاره دوه اړخیزه کمیټه رامنځته کړې.
د یادولو وړ ده، چې د یادې ناستې په څنډه کې د قونسلي چارو رییس د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا بېګدلي سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي چارو همکاریو په اړه خبرې اترې کړي.

