ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین، د هرات او بادغیس زلزله ځپلو سره ۳۰ ملیونه چینايي یوانو مرسته کړې

چین کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین ولسي جمهوریت د بهرنيو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال ژنګ ماومینګ سره لیدنه کړې.

ماومینګ په هرات او بادغیس کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او د زلزله ځپلو سره د چین د حکومت لخوا د ۳۰ ملیونه چینايي یوانو د‌ مرستې خبر یی ورکړی.

نوموړي زياته کړې؛ چې د مرستې اوله جوپه چې په خیمو، کمپلو، چپرکټونو، جامو، خوراکي موادو او نورو اړینو توکو مشتمله وي چې په دوه یا دریو ورځو کې به زلزله ځپلي سیمې ته ورسیږي.

د سفارت سرپرست د دغې طبیعي پیښې په تړاو اړین معلومات شریک کړي او د چین د حکومت لخوا د خواخوږۍ او مرستې څخه مننه یې کړې.

سید محی الدین سادات ویلي، افغانستان ته د مرستو له رسیدو سره سم به یې د امارت اړونده ادارې په زلزله ځپلو وویشي.