ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان د مکاو فوټسال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اسیا جام ته لاره پیدا کړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مکاوو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

د فوټسال اسیا جام سیالیو ته د لار موندې دا سیالۍ، چې د سعودي عربستان دمام ښار په کوربتوب روانې دي، افغان لوبډلې د مکاو فوټسال لوبډلې ته د ۱۸/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د اسیا جام سیالیو ته ووتله.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د فوټسال ملي لوبډله، د اسیا جام سیالیو ته لار مومي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې سعودي عربستان ته هم ماتې ورکړې وه او له اندونیزیا سره يې لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله روان کال ښه ځلېدلې، چې د مرکزي اسیا سیالیو کې د ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان هیوادونو قوي لوبډلو ته یې ماتې ورکړي او په یادو سیالیو کې يې دویم مقام خپل کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ورزش برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

افغانستان د چین اسیايي هېوادونو کې تر ۱۵ اسیايي هیوادونو مخکې شو او د مرکزي اسیا د والیبال په سیالیو کې هم افغان لوبډلې، بنګلادیش او ازبکستان ته سر په سر ماتې ورکړې.