د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو د وروستي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، دې اړیکه کې دواړو لوریو د راتلونکي پړاو اټومي مذاکراتو د چمتووالي په اړه خبرې او سلا مشورې کړې دي.

