لوګر د پوهنې ریاست مسولینو ویلي، چې د دې ولایت د مرکز اړوند په پینځو ښوونځیو کې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو او حفظ الصحې اسانتیاوو د برابرولو په موخه د څلورو مهمو پروژو چارې پیل شوي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب ویلي؛ دغه پروژې د پوهنې ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ د نهه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي، چې چارې به یې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې بشپړې شي.
د مسولینو په وینا؛ یادو پروژو کې د پاکو اوبو لپاره پر لمریزې برېښنا سمبال ژورو څاګانو کېندل، د کانکریټي کثافت دانیو، لاس مینځلو ځایونو او بیت الخلا جوړول شامل دي.
د دغو پروژو له بشپړېدو سره به تر ۱۰۰ زیات ښوونکو او درې زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اسانتیاوې برابرې شي.

