ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نیپال په ۲۰ اوریز کرېکټ کې ۳ ریکارډونه په خپل نوم ثبت کړل

نن د تلې / میزان پر ۵ مه نېټه د اسیايي اولمپیکي سیالیو په لړ کې نیپال په خپله لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې پر منګولیا ۳ نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

لومړی : د افغانستان د ۲۷۸ زیاتو منډو جوړولو ریکارډ ماتول؛

دغه لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۳ لوبغاړو په سوزېدو سره تر ټولو زیاتې ۳۱۴ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ۲۷۸ منډو ریکارډ یې مات کړ، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې پر ایرلینډ جوړ کړی و.

دویم: د حضرت الله ځاځي، کرېس ګېل او یوراج سېنګ په ۱۲ توپونو د پنځوسیزو وهلو ریکارډ ماتول؛

په دې لوبه کې ښي‌لاسي توپوهونکي ډیپېنډرا سېنګ ایري د ۸ شپږیزو پر مټ تر ټولو چټکه پنځوسیزه ووهله او د حضرت الله ځاځي، کرېس ګېل او یوراج سېنګ نړیوال ریکارډونه یې مات کړل.

درېیم: د ډوېډ مېلر، روهېت شرما او سودېش وېکراما سېکاره پر ۳۵ توپونو د تېزې سلیزې جوړلو ریکارډونه شاته شول.

درېیم ستر ریکارډ چپ‌لاسي توپوهونکي کوشال مالا په خپل نوم ثبت کړ. هغه د ۱۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ د نړۍ په کچه تېزه سلیزه ووهله او د نړۍ ۳ ستر لوبغاړي یې د جدول له هسکه وغورځول.

د یادونې وړ ده، چې منګولیا په خپل نوبت کې د ۱۳.۱ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټولټال یې ۴۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۷۳ منډو په توپیر وبایلله.