ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغلان کې د قومونو ترمنځ د همغږۍ غونډه شوې

یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي او د دغه ولایت له بېلابيلو ولسواليو څخه راغلیو ګڼ شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

علماوو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې پر ټولو قومونو غږ کړی، چې نور د پرديو جاسوسانو په خبرو ونه وغوليږي، پرديو لاسپوڅو تل يو شمير افغانان د قوم او سمت په نومونو تېر اېستلي او د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره یې هر ډول استفاده ترې کړې ده.

نوموړو زیاته کړې؛ چې د اسلامي نظام له ټینګیدو سره سم په ټول هېواد کې د غلا، فساد او بدبختیو مخه نیول شوې ده.

د جرګو رییس شيخ حضرت ولي حقاني د قومونو ترمنځ برتري او امتياز د الله تعالى په دربار کې تقوا ياده کړې او ویلي يي دي، په ډیرښت او کمښت سره قومونو ته برتري، فضيلت او امتياز نه ورکول کيږي، بلکې د الله جل جلاله په نزد تقوا لرونکي خلک د امتياز خاوندان دي.

د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال ویلي؛ افغانستان له نيمې پيړۍ جګړو څخه راوتلی، د جوړولو لپاره يې ډير کار او زيار ته اړتيا شته، اسلامي امارت د بيارغونې او اقتصادي ودې لپاره سترې پروژې پيل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، ولس ته پکار ده چې د پروژو په تطبیق کې له امارت سره همکار پاتې شي او ملاتړ یې وکړي.