ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ــ جلال اباد لویې لارې د خلاصولو عملي چارې پیل شوې

د کابل ولایت مقام په لارښوونه د ټولګټو او کانونو ریاستونو له لوري په ماهیپر سیمه کې د کابل ــ جلال اباد لویې لارې د خلاصولو عملي چارې پیل شوې.

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل ــ جلال اباد لویې لارې د خلاصېدو له چارو څخه له نږدې لیدنه کړې او اړوندو ریاستونو ته یې د چارو د لا چټکتیا په برخه کې لازمې سپارښتنې کړې.

شیخ محمد قاسم خالد د دې لیدنې پر مهال پر دغه لاره د تلونکو مسافرو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلې او ویلي یې دې، چې هڅه کوو ترڅو ژر تر ژره د کابل ــ جلال لویه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

د کابل جلال اباد لویې لارې مسافرو د هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې د امارتي ادارو د چټکو اقداماتو ستاینه کړې.

دوی همدارنګه د کابل  له والي څخه مننه کړې، چې تل یې ستونزې له نږدې اوري او د ولس ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه کړې.

د کابل جلال اباد لویه لار د غره ښوېدنې له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه او تر دې مهاله د مسافرو لپاره بدیله لار پرانیستل شوې.