ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ندا محمد ندیم: روان کال کې پوهنتونونو ته ۲۵۰ ميلیونه افغانۍ د تحقيق او څېړنې لپاره ځانګړې شوي

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنتون يو شمېر استادانو او زده کړیالانو سره لیدنه کړې.

د بلخ پوهنتون رييس مولوي ضياالحق ضيا کريمي بلخ پوهنتون د هېواد په کچه يو لوی زده‌کړنيز مرکز ياد کړی او ویلي يي دي، چې اوس مهال په کې زرګونه زده کړیالان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په زده کړو بوخت دي.

نوموړي د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ته  ډاډ ورکړی، چې د بلخ پوهنتون ټول استادانو او کاري پرسونل د اسلامي امارت پالیسي اړوند د زدهکړو لا ښه کیدو په برخه کې شپه او ورځ هلې ځلې کوي او د اسلامي امارت اصولو او احکامو ته ژمن دي.

پوهاند محمد صالح راسخ د بلخ پوهنتون استادانو په استازولۍ ویلي، ټول استادان په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د خپلو زده کړیالانو د زده‌کړو او وړتياوو د لوړوالي لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

ښاغلي راسخ د لوړو زدهکړو وزارت له وزیر څخه غوښتنه کړې؛ چې د هر پوهنځي لپاره جلا وډانۍ جوړې کړي او همدارنګه د مجهزو کتابتونونو نشتون، د عملي کارنو لپاره د امکاناتو او لابراتوارنو نشتون په برخه کې مرسته وکړي.

د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس ویلي؛ پوهنتونونه په هېواد کې د انسان جوړونې مرکز دی.

 نوموړي د دیني زدهکړو د لوستلو ترڅنګ پر عصري زدهکړو هم ټینګار کړی.

د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد نديم ویلي؛ ډیر خوښ یم چې د بلخ تاریخي پوهنتون له استادانو، زده کړیالانو، ځوانانو سره له نږدې ليدنه کوم، ټولو استادانو او زده کړیالانو ته پوره ډاډ ورکوم چې د دوی غوښتنو ته به رسېدنه کوو او تر مشرتابه يې رسوم.

ښاغلي ندیم پر هغه استادانو چې له هېواد بهر ژوند کوي غږ کړی، چې راشئ د اسلامي امارت تر سیورې لاندې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړئ او هېواد په تحصلي ډګر کې له سیالانو سره سیال کړئ.

نوموړي زیاته کړې، په روان کال کې ۲۵۰ ميلیونه افغانۍ د تحقيق او څېړني لپاره ځانګړې شوې او په پوهنتونونو کې د څېړنو معاونیتونه رامنځته شوي، ترڅو یو عصري او نړیوال د تدریس سیسټم رامنځته شي، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ سبب وګرځي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد پوهنتونونو او مدرسو ترمنځ واټن له منځته تللي او ځوان نسل په يوه مسير د خپل هېواد او نظام د پرمختګ لپاره په زده‌کړو بوخت دي.