د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د تخار ولايت مرکز تالقانو کې د قومونو ترمنځ يووالي غونډه جوړه شوې.
په ياده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي او د دغه ولايت مرستیال والي خال محمد حقاني سربېره یو شمیر ځايې چارواکو، سلګونه ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د تخار مرستيال والي خال محمد حقاني ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د کور د غړیو په څير پکې د هر چا کار او مسوليت معلوم دی.
يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو ویلي؛ دغه نومیالي ولس ټولو يرغلګرو ته داسې درس ورکړی، چې د امريکايانو اشغال به د نړۍ د زبرځواکونو وروستی تېری او تيروتنه وي.
نوموړو همداراز د څښاک د پاکو اوبو، لارو د جوړولو، ښوونځيو، کوچيانو ته د مالدارۍ، اسکانو جوړولو خدماتو او روغتونونو په اړه يو لړ ستونزې شريکې او د کوکچې پر سیند يې د اوبو بند د تړلو غوښتنه کړې.
د جرګو رییس شيخ حضرت ولي حقاني ویلي؛ موږ بايد تر شخصي ګټو د هېواد ملي او اسلامي ګټو ته لومړيتوب ورکړو، ترڅو هېواد مو په ځان بسیا او ټولو برخو کې لاسته راوړنې ولرو.
د جرگو مرستیال ملا عبدالخالق عابد د الهي نصرت په اړه هر اړ خيزې خبرې کړي او ویلي يي دي، چا چې د الله د دين نصرت وکړ، الله تعالی وعده کړې چې د هغو به مرسته کوي.
نوموړي زياته کړې، چې د اسلامي نظام ټول مسولین د همدې ولس بچيان دي، جهاد مو په ګډه کړی او اوس به د نظام د بقا او هېواد جوړولو لپاره هم په ګډه کار کوو.

