اروپايي ټولنې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا، کرنې، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، لومړنیو اړتیاوو او د ژوند اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې۱۴۰ میلیونه یورو مرسته کړې.
اروپايي ټولنې دا مرسته د نوي پلي کېدونکو پروژو په ملاتړ چې هلکانو او نجونو لپاره د زده کړې مناسب چاپیریال، لومړنیو روغتیایی خدماتو په پیاوړتیا، ساري ناروغیو، څښاک اوبو، د ماشومانو د تغذیې په ښه کولو او د کورنیو خوړو خوندیتوب په لوړوالي کې موثر ګام بللی.
دغه راز یادي ټولني ویلي، چې دغه مرستي به له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د خوراکي توکو او د اقلیمي شرایطو په برابرولو کې هم وکارول شي.
یادې مرستي د یو میلیارد یورو ټولیز ملاتړ کڅوړې برخه ده، چې۲۰۲۱ م کال په اګسټ میاشت کې د اروپایی ټولني لخوا د افغانانو لپاره لومړنیو اړتیاوو او معیشت په برخه کې ۱۴۰ میلیون یورو اعلان شوې وه.
دغه ټولنې د یو میلیارد یورو څخه ۹۸۰ میلیونه یورو راټولې کړي، چې ۵۰۰ میلیونه یورو د لومړنيو اړتیاوو او معیشت او ۴۸۰ میلیونه یورو د بشردوستانه مرستو لپاره ځانګړې کړي.
دغه ټولنه اوس مهال د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک سره په ګډه د افغانستان د همغږۍ ډلې مشري کوي.

