د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن چهارشنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹مه نېټه د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه او له اجنډا سره سم پر ټاکلو موضوعاتو خبرې وشوې.
د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې کانونو او پټرولیم وزارت دې د کشک-تیرپل احتمالي حوزې د جیوفزیکي سروې ګانو قرارداد ازادې داوطلبي ته وړاندې کړي.
یاده نفتي حوزه د ۲۳ زره کیلومتر مربع مساحت په درلودو سره ټولټال ۱۰ بلاکونه لري او د هرات او بادغیس ولایتونو ۱۳ ولسوالۍ رانغاړي.
په غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د اقتصادي معاونیت د استازي په مشري دې له ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست له مرستیالانو څخه تشکیل پلاوی د سټنډرډ ملي ادارې په ملتیا د هېواد بندرونو ته سفر وکړي او هلته دې د بې کیفیته تېلو او په ټانکرونو کې د سرباري موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل او فاریاب ولایت د اقینې بندر تیر پارک جوړولو پروژو طرحه د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید شوه.
د دې طرحې پر اساس به خصوصي سکټور د ټرانسپورټي اصولو سره سم د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي، چې د جوړولو چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ د فلورایټو کان د قراردادونو قېمتونه د اصلاح په موخه د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په هر اړخیز ډول څېړلي وو.
د یادې کمېتې څېړنو او موندنو ته په کتو اقتصادي کمېسیون د یادو فلورایټو د في ټن لپاره ۱۵ زره افغانۍ قېمټ وټاکه.
د لغمان شاهي کانال پروژې د بشپړولو په اړه د اقتصادي کمېسیون له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژي وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو په ګډه د دغه کانال پاتې تخنیکي مطالعات ترسره او د یادې پروژې په تړاو خپلې دندې مشخصې کړي.
د اقتصادي کمېسیون له لوري پرېکړه وشوه، چې د دې کانال د جوړولو مصارف دې د ۱۴۰۳ مالي کال په پراختیایي بودیجه کې ونیول شي.
همدارنګه د جوزجان ولایت قوش تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په اړه د اقتصادي کمېسیون له لوري پرېکړه وشوه، چې د یو کان په بدل کې دې له مرکز شبرغان څخه یادو ولسوالیو ته له ترکمنستان څخه د راتلونکي برېښنا لین وغځول شي، تر څو هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې حل او صنعت ورسره وده وکړي.
په تورخم بندر کې هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو او لازمو سهولتونو رامنځته کولو په موخه اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې دغه ګمرک ته دې نږدې ۵۴۰ جریبه ځمکه مالیې وزارت ته تسلیم شي، څو هلته ټولو اړوندو ادارو ته کارځایونه جوړ شي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې دې هغه وچ د سون لرګي چې اوسمهال په موټرو کې بار او یا له خلکو سره په کورونو کې پراته دي، د یوې میاشتې په جریان کې په ضمانتي ډول د انتقال اجازه ورکړل شي.
په همدې موخه ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د راتلونکي لپاره دې د ځنګلونو د ساتنې په موخه یو جامع طرزالعمل جوړ او د منظوري لپاره یې د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

