ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له خلیل الرحمن حقاني سره د کډوالو عالي کمیشنرۍ د اسیا او پاسفیک دفتر مشر لیدنه کړې

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د اسیا او پاسفیک سیمه ییز دفتر مشر ایندریکا راتوتي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې د مهاجرینو او دننه افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو په ستونزو یې بحث کړی.

ښاغلي راتوتي  د مهاجرینو چارو وزارت څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په کارونو او دایمي حل لارو کې د دې وزارت همغږي او همکاري موثره ده.

نوموړي ویلي،  چې نږدې وخت کې به پاکستان ته ولاړ شي او د دې هېوادو چارواکو سره به د مهاجرینو د اسنادو تمدید او بې اسنادو مهاجرینو ته د اسنادو په ورکولو خبرې وکړي.

خلیل الرحمن حقاني نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې ناستې او خبرې باید نتیجه لرونکې او ګټه یې ولسونه په سترګو وویني، دغه راز ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې باید د ژمي له رارسېدو مخکې بشري مرستې اړمنو ته ورسول شي.

سرپرست وزیر د موسساتو په بې طرفۍ، اصولو او قوانینو ته په ژمنتیا ټینګار کړی.