د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د لوی اوقافي سوداګریز مارکیټ د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
د یادې پروژې د پیل په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د فاریاب والي مولوي عبدالأحد فضلي، د قراردادي شرکتونو مسوولینو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې، یاد مارکیټ به د دوو خصوصي شرکتونو له لوري د ۷۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت، په اتو پوړونو کې د دوو کلونو په موده کې په اساسي او عصري بڼه جوړ شي.
همدارنګه یاد مارکیټ به ۸۷۸ دوکانونه، ۶۰۰ متره مربع جومات، څلور عصري رستورانتونه، د وسایطو معیاري پارکینګ او نور اړین ملحقات ولري.
د تړون له مخې، قراردادي شرکتونه به تر ۱۷ کلونو پورې هر کال د ۴۳ میلیونه افغانیو کرايې په بدل کې له دې مارکیټه استفاده کوي او له هغې وروسته به پروژه په بشپړه توګه وزارت ته وسپارل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په خپله وینا کې ویلي، چې وقف په اسلامي شریعت کې لوړ مقام لري او د اسلامي تاریخ په اوږدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي په جوماتونو، مدرسو او خیریه چارو کې د وقف پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۸۳ زره، ۸۷۵ جریبه وقفي ځمکه ثبت ده.
شیخ نورمحمد ثاقب ویلي، وزارت په پام کې لري چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د اوقافي عوایدو د زیاتوالي او عامالمنفعه پروژو د پیاوړتیا لپاره ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
ښاغلي ثاقب همدارنګه له شتمنو هېوادوالو غوښتي، چې د صدقه جاریې په نیت خپل منقول او غیرمنقول ملکیتونه وقف کړي او د وقف فرهنګ پیاوړی وساتي او وزارت ژمن دی، چې د وقفي املاکو غوره مدیریت او ورڅخه هراړخيزه څارنه او ساتنه وکړي.
همدارنګه په غونډه کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره هر اړخیزه همکاري کوي او له شرکتونو یې غوښتي، چې خپلې پروژې د منل شویو معیارونو او لوړ کیفیت له مخې تطبیق کړي.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
ورته مهال د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په خپله وینا کې ویلي، اسلامي امارت د هېواد ابادۍ ته ژمن دی، بشپړ امنیت یې تامین کړی او د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
نوموړي همدارنګه د ولسونو لخوا د اسلامي نظام پر لا استحکام او ملاتړ ټینګار کړی او له هېوادوالو یې غوښتي، چې د دښمنانو د فکري جګړې ښکار نشي، بلکې دسیسې یې په خپل اتحاد او یووالي سره شنډې کړي.
همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو عمومي رییس مولوي حمدالله اخوندزاده ویلي، چې د یادې اوقافي پروژې په عملي کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

