ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ شهاب الدین دلاور له روسي پانګوال سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د MRT کمپنۍ له رییس ګریمن کفانوف او د میګا ابرک کمپنۍ له ریيس انجینیر روح الله سادات سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په طبیعې زېرمو د پانګونې په شته فرصتونو او هېواد کې د سراسري امنیت په تړاو بحث شوی.

دغه راز د یادو شرکتونو رییسانو د افغانستان په کانونو د پانګونې په ځانګړې توګه د زمرد ډبرو د کانونو په برخه کې لېوالتیا ښودلي، چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر لخوا ورته ښه راغلاښت وویل شو.

ښاغلي دلاور بهرنیو کمپنیو ته د پانګونې د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه کړې.

د یادونې وړ ده چې دغه کمپنۍ د مسلکي پرسونل او همدارنګه پر نړیوال سیستم برابر د قېمتې ډبرو د پرې کولو لپاره د نویو وسایلو په درلودلو سره د پانګونې غوښتونکي وو.