د زابل کرنې ریاست ویلي، چې د تېر کال په پرتله دې ولایت کې د نورو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو باغونو وضعیت ښه شوی او کروندګر د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو له زیاتوالي څخه خوښ دي.
یو شمېر کروندګرو ویلي، چې د کرنې برخه کې د ښې پاملرنې او غوره اب او هوا له امله یې د تېرو کلونو په پرتله حاصلات دوه برابره زیات شوي .
د یادو کروندګرو په خبره سږکال له یوې خوا انګور زیات شوي او له بله طرفه د مارکیټ برخه کې هم پاملرنه شوې چې ورسره همهاله د کشمشو نرخونه لوړ شوي.
کروندګرو له دولت څخه غوښتې، چې د کرنې برخه کې دي خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي او د میوو ساتنې لپاره دې ورته سړې خونې جوړې کړي.
د زابل کرنې ریاست دې ولایت کې د انګورو د زیاتېدو علت د هوا مساعدیدل او د دولت پاملرنه بللي او زیاته کړې یې ده، چې سږکال د زابل ټول حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د دې ولایت کرنې رییس مولوي عطاالله راشد ویلي، د تېرو کلونو په پرتله د انګورو حاصلاتو برخه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی او ۸۰ سلنه انګور کروندګر په کشمشو/ ممیزو بدلوي.
انګور، انځر او بادام د زابل له عمده حاصلاتو څخه شمېرل کیږي؛ سږ کال د نورو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو باغونو ښه حاصلات ورکړي، چې کروندګر خوش او هیله مند دي چې ښه عاید به ترې واخلي.

