لغمان ولایت مرکز اړوند په علیشنګ او کرنج کلیو کې د ۳۶ مترو په اوږدوالي د یو لوی سربند او د ۵۱ وړو سربندونو د جوړولو چارې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې.
د پرانستې په مراسمو کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي شیرجان راشدي او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسولینو ګډون درلود.
یادې پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اف، جې، ای موسسې له لوري پلي کېږي، چې پکې ۲۵۰ تنو ته د کار زمینه برابریږي او د چارو په بشپړیدو سره به یې د یادو کلیو دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

