ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوې زورورې زلزلې د جاپان په شمال ختیځ کې ساحلي سیمې ولړزولې

تېره ورځ (دوشنبه، د لیندۍ ۱۷مه) ناوخته مهال د رېښتر په کچه ۷.۵ درجې یوې زورورې زلزلې د جاپان شمال ختیځ سواحل ولړزول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د اوموري له ساحل څخه شاوخوا ۸۰ کیلومټره لرې او د ځمکې لاندې په ۵۴ کیلومتره ژوروالي کې و.

د یادې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي او شاوخوا ۹۰ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.