د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره لیدنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم ګډون درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وویل، چې د کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت د عالي کمېسیون د مرستو د جلب کمېټې په روان کال کې له سوداګرو، بهرنیو او کورنیو موسسو، خیریه بنسټونو او اهل خیر خلکو سره څو ځلې راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو راټولولو په موخه د کډوالو چارو وزارت د استازو په ګډون ناستې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مرستو د جلب کمېټې له افغانستان څخه د باندې د مرستو راټولو په موخه کړنلاره چمتو کړې او تمه ده، چې مثبتې پایلې به ولري.
همدارنګه ښاغلي حنیف څرګنده کړه، چې روان کال سوداګرو، موسسو، خیریه بنسټونو او خلکو د راستنېدونکو د لاس نیوي په موخه، د نږدې ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو او ۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت اړتیا وړ توکي، اجناس او نغدې پيسې مرسته کړې، چې له کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ اړمنو ته رسېدلې دي.
د ښاغلي وزیر په وینا، په هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو د لاس نیوي لپاره د ۱۳ میلیونو ډالرو او یو میلیون افغانیو په ارزښت توکي او اجناس له مرستنېدویه ادارو او خلکو څخه راټول او د اړمنو سیمو ته لېږل شوي دي.
مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزیر او په قطر کې د اسلامي امارت سفیر ته ښه راغلاست وویل او د افغان راستنېدونکو او د داخلي بېځایه شویو د لاس نیوي په برخه کې یې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې امارتي ادارو له راستنېدونکو او اړمنو سره وړ مرستې کړې او تمه یې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د راستنو شویو پاتې ستونزې حل شي.
دغهراز مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف ته په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د اقتصاد د وزارت د هڅو ستاینه یې وکړه.

