د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۱هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۲۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۳۲ تنه و، غزني، لوګر، پکتیا، هلمند، کندهار، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه، ۸۶۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴۱ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۷۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې اووه زره او ۲۰۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۶۹۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۹ زره او۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې۳۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۶۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، ګرمسیر، خانشین، دیشو ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۳۲۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۱۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱ کورنیو سره ټولې۴۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷ کورنیو سره ټولې۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۸۰۲ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۷ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستنېدونکو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۵۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۱۹۹ تنه و، کندوز، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، لوګر، سمنګان، بلخ، دایکندي او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه، ۳۹۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۶۸۹ کورنۍ او ۵۴۹۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۸۵۶ کورنۍ او ۴۸۰۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۶۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۳۶ عدده

