ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حسن بصري رحمه الله جامع جومات جوړونکي وستایل شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الورزا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې هغه کسان وستایل چې د حسن بصری رحمه الله جامع جومات په جوړولو کې یې ونډه اخیستې وه.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس په دې مراسمو کې ویلي، د دې جومات په جوړولو کې مو هڅه وکړه چې له داخلي تولیداتو او د افغان انجینرانو له مسلکي تجربو ګټه واخلو چې په دې برخه کې بریالي شو.

 د دې مراسمو په پای کې د خصوصي ساختماني شرکتونو مسولینو، چې د دې جومات په جوړولو کې یې ونډه اخیستې وه، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه.

دغه‌راز دوی د حسن بصري (رح) جامع جومات د جوړولو چارو د بشپړېدو د مبارکي ترڅنګ د هېواد د ابادي او پرمختګ په برخو کې اسلامي امارت ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس دوی ته په خطاب کې وویل، په اخلاص او پاک نیت د وطن د ابادۍ او د افغان ولس د هوساینې او خدمت لپاره کار وکړئ، ځکه پدې کې زموږ د دنیا او اخرت بریا نغښتې ده.