د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دوکتور محمد نعیم سره په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د مخهښې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتیا، متقابل تفاهم او د هر اړخيزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دوکتور محمد نعیم، د افغانستان او ترکیې تاریخي، کلتوري، مذهبي او سیاسي اړيکې ژورې وبللې او د همکاریو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.
دغه راز د ترکیې سفیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د افغانانو هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی.
په پای کې دواړو لوریو د اړيکو او متقابلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

